د فراه ولايت والي: ” د بخش اباد بند، يوازي د فراه د خلکو په همکاري سره جوړېدای شي “
 
فراه داټ کام
خبری، فرهنگی، اجتماعی، معلوماتی و...

د فراه ولايت والي:

د بخش اباد بند، يوازي د فراه د خلکو په همکاري سره جوړېدای شي “

مرکيال: ننګيالی ( محمدي )

ګرانو لوستونکو! د  همګان مجلي د فراه ولايت نوۍ والي، الحاج محمد عمر ( شيرزاد ) سره ځانګړۍ مرکه يې ترسره کړي؛ چې لنديز يې تاسو ته وړاندي کيږي. نومورۍ د همګان خبريال سره په دي مرکه کې د فراه اولس ته زيرۍ وکړۍ چې په نږدي راتلونکي کې به پدي ولايت کې د څو مهمي او بنسټيزي پروژي کارونه به پلي شي.

 

همګان: مخکي له هر څه نه ډيره مننه کوو چې مرکي ته چمتو شوی ياست؛ او په سر کې ستاسو څخه هيله کوو چې د خپل ژوندليک( زده کړي کاري تجربي او. . .) په اړه و همګان ته مالومات راکړی.

ښاغلۍ شيرزاد: په کال ( ۱۳۴۷ ) کې د قندهار په ولايت کښې ودي نړۍ ته مې سترګي پرانيستي دي. په ۱۳۶۰ لمريز کال کې په قندهار ولايټ کې د احمدشاه بابا د عالي ليسي څخه د دولسم صنف نه خلاص شوم. او بيا و پاکستان ته مهاجر شوم او هلته (پاکستان) د ديني، انګليسي، کمپيوتر او ... کورسونه ويلي دي او پدي وروستيو کلونو کې کابل کې د مريم پوهنتون په تجارت ( BBA) څانګه کې ليسانس مې اخيستي دي. د زده کړي ترڅنګ پر افغانستان باندي د وخت شوروي يرغل پر وړاندي مې هم جهاد کول. چې د قندهار په ږيړۍ ولسوالي کې

» حزب اسلامي« په ډله کې د »مولوي محمد يونس خالص« تر مشري لاندي د نجيب الله حکومت تر شکست پوري او د يرغل تر ماتيدو پوري مې جهاد کول. وروسته بيا خپل پر شخصی کارونه (تجارت) باندي بوخت وم بيلابيلو هېوادونو ته مې سفر کړی... د نوی نظام په لومړيو کې (۱۳۸۱- ۱۳۸۲) د يو کال لپاره قندهار کې د کاڼو او صناييو رييس وم. بيا د

(۱۳۸۲- ۱۳۸۴ ) د سويل لويديځ زون د امنيت شورا رييس وم. د ټاکنو په اوله دوره کې د قندهار ولايت و ولايتي شورا ته لاره وموندله او  بيا د (۱۳۸۴- ۱۳۸۸) پوري د قندهار د ولايتي شورا له طريقه و مشرانو جرګي (سنا) ته لاره وموندله. وروسته بيا په کال ( ۱۳۸۹ ) کې د يونيم کال لپاره د اروزګان ولايت والي وم. او اوسه هم د چنګاښ مياشتي راپديخوا د فراه ولايت د والي په حيث ګوماړل شوی يم.

 

همګان: د فراه لپاره چې يوه وروسته پاتي او ناامنه ولايت دی، ستاسو مشخص پلانونه څه دي؟

ښاغلۍ شيرزاد: زما پلانونه په دري څانګو کې متمرکز دي: امنيت؛ انکشاف او حکومتداري.

د امنيت په برخه کې دا يو واقعيت دی چې فراه (څنګه چې د ايران او پاکستان سره ګډه پوله لري) يوه ناامنه ولايت دی. پدي برخه کې زما په وخت ځني کارونه شوي لکه: ګلستان ولسوالي ته د سيمه ييزو پوليسو رامنځ ته کول او د فراه- هرات د لوي لارې (شاهراه) د امنيت خوندي کول دي. د امنيت په برخه کې زمونږ  هڅه دا ده چې د اولس باور ځانته کو او د هغوي په همکاري سره په سيمو کې خوندي امنيت به رامنځته شي او همداشان پلان شوي ده چې په هغو پاتو ناامنو ولسواليو کې هم سيمه ييز( محلي) پوليس رامنځ ته کړو- چې دا ډيره ښه نتيجه وکړي.

انکشاف او بيارغوني په برخه کې؛ د بخش اباد بند د عملي کار ترسره کول، د ولايتي روغتون، د ايران د سويلي خراسان او فراه ولايت تر منځ د (۷۸ ميل) ترانزيټي سړک بيا کار پيليدل او د ايران څخه د برق راوستل، د دولتي پوهنتون لپاره وداني، د هوايي ډګر لپاره د ( رنوي ) کرښه، د فراه ښار لپاره د اوبو رسولو شبکه او ... دا د فراه ولايت لپاره هغه مهمي او بنسټيزي پروژي دي چې عملي کول يې زما د پلان د انکشافي  څانګي لومړيتوبونه جوړوي. او غواړم چې د همګان د مجلي له طريقه د فراه و خلکو ته دا زيرۍ هم ورکړم چې د ياده پروژو څخه،  څو مهمي پروژي لپاره بوديجه منظوري شوي او عملي کارونه يې به ډير ژر ! پيل شي.  لکه: د فراه ولايت لپاره دوه سوه بستريزه ولايتي روغتون(شفاخانه) چې کار يې د داوطلبي څخه خلاص شوي ګتونکۍ شرکت معلوم دی او په نږدي ورځو کې به عملي کار يې پيل شي. د پوهنتون د وداني جوړولو لپاره هم يو ميليون دالر پيدا شوي يوازي د تدارکاتو کار يې پاتي ده. د هوايي ډګر لپاره هم بوديجه منظور شوي تر څو د رنوي کرښه ورته جوړه شي. د اوبو رسولو د شبکي جوړول لپاره هم د يو ميليونو دالرو په ارزښت قرارداد شوي او قراردادي شرکت فراه ته راغلي او دا هم به په څو نږدي ورځو کې خپل کار شروع کوي. او همداسي د ځيني نور کوچني پروژي کارونه هم اوس يا پيل شوي او يا به پيل شي. د ولايت کاري تيم به  هڅه کوي چې يادي پروژي په خپل وخت پلي او په بريا سره ترسره شي.

حکومتداري: ” په اداراتو کې فساد شته.“ خو بايد چې د شفاف اداري په رامنځ ته کولو سره د اولس او دولت ترمنځ اعتماد او باور رامنځ ته کړو.

همګان: تير والي(ډاکتر محمد اکرم خپلواک) د اداري فساد د له منځه وړلو په موخه ډير مسوولين يې واېستل؛ پدي برخه کې ستاسو تګلاره څه ده؟

ښاغلۍ شيرزاد: موږ بايد چې لومړۍ مسوولين مو ارزيابي کړو؛ کوم کسان چې کار کوي بايد وستايل شي او کوم چې کاري ظرفيت نلري، بايد چې ګوښه شي او نور کسان دي پر ځاي راشي.

همګان: د بخش اباد بند جوړېدل، د فراه د خلکو لوي ارمان دی؛ او هر نوی والي چې ودي ولايت ته راغلۍ ده ددي بند د جوړلو هوډ( تصميم) يې ښودلي، خو تر اوسه دا کار ندی عملي شوی. تاسو څنګه؟

ښاغلۍ شيرزاد: زه د بخش اباد بند د جوړېدو په هکله خوشبينه يم؛ ځکه چې د افغانستان دولت خپل پر ژمني ولار دی. او ددي بند د سروی او ډيزاين لپاره کافي بوديجه ورکول شوی دی او قراردادي شرکت هم  همدا اوس فراه ته راغلي چې عملی کار يې پيل کړي. خو ددي کار د سرته رسولو په مخ کې لويه ستونزه ناامني او د سيمو د خلکو د نه همکاري ده. چې په همدي هکله هم موږ د سيمي علما، قومي مشران، مخور اشخاص رابللي چې ددي سرنوشت جوړونکي پروژي د عملي کيدولو لپاره دي د دولت سره همکاري وکړی. ” د بخش اباد بند، يوازي د فراه د خلکو په همکاري سره جوړېدای شي “                    "د همګان د مجلی زېرمه"


نظرات شما عزیزان:

نام :
آدرس ایمیل:
وب سایت/بلاگ :
متن پیام:
:) :( ;) :D
;)) :X :? :P
:* =(( :O };-
:B /:) =DD :S
-) :-(( :-| :-))
نظر خصوصی

 کد را وارد نمایید:

 

 

 

عکس شما

آپلود عکس دلخواه:







 
 
نویسندگان
پیوندها
آخرین مطالب